Darakht e Danesh Library

له کتابتون سره مرسته کول

 له درخت دانش کتابتون سره د مرستې کولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې د هغه مواد ور زیات کړو، د دی کار لپاره دیChildren لاندی لارښوونی په دظرکي وینول شی: 

· که چیرې تاسې افغان ښوونکی یاست، نو د مهربانې له مخې هغه پښتو یا دري ډیجیټالي شوي سرچیني چې تاسې یي په خپلو ټولګیو کې کاروئ، له موږ سره یي شریکي کړئ. تاسې کولای شئ چې درسي پلانونه، ازموینې، د تمرین پاڼې، تجربې، لوبې او یا هم کومې نورې سرچینې چې تاسې هغه په خپل تدریس کې مرستندوی موندلي وي ټایپ کړئ. ښايي تاسې په خپله کومه سرچینه یا نظریه اختراع کړي وي او یا ښايي تاسې له کوم بل ښوونکي څخه زده کړي وي. په هر صورت کې، د تاسې د خپلو سرچینو په شریکولو سره تاسې کولای شئ په ورته وخت کې پر زیاتروبیلا بیلو ټولګیو باندې اغیزه وکړئ.

· که چیري تاسې ایراني او یا هم تاجکی ښوونکی  یاست، نو د مهرباني له مخې خپلې سرچينې زموږ له افغان ښوونکو سره شریکي کړئ. د افغانستان په ژبو باندې د ښوونې او روزنې په اړه ډېر کم چاپي یا پرلیکه ښوونیز مواد وجود لري. د افغانستان یوه له ډېرې دود شوي ژبو څخه دري ده چې د ایران له فارسي ژبې سره ډېره ورته ده. د مهرباني له مخي خپل مواد مو ډیجیټل او بیا یي دې سایټ ته ور پورته کړئ.

· که چیري تاسې پښتون یاست،او که چیری په  پښتو ژبه خبری کوی موږ ستاسو مرستوته ارتیا لړو. په  پښتو ژبه د لیکل شوو درسی موادو پیداکول ستونزمن دی. موږ به اصلي مرستو، ژباړل شویو موادو او یا هم دې مشورې ته چې چیري موږ کولای شو زیات شمیر پښتو سرچیني د خپل کولیکسیون لپاره ومومو، هرکلی ووایو.

· که چیري تاسې په انګریزي ژبه او پښتو یا دري ژبه باندې تسلط لری او لیکنه مو پیاوړي او د ژباړې مهارتونه هم ولری، نو د مهربانې له مخې له موږ سره مرسته وکړئ تر څو د افغان ښوونکو لپاره لا زیات ازادي ښوونیزي سرچینې   (OERs)   وژباړو. په انټرنېټ کې په انګریزې ژبه باندې په سلګونو زرو ازادي ښوونیزي سرچینې   (OERs)   شته د بیلګی په توګه لکه په (OER Commons)، (Connexion)، (Curriki)او (Knowledge Hub) کې. موږ له داوطلبو ژباړونکو څخه د دغو سرچینو تر لاسه کولو ته ډېر ارزښت ورکوو ( البته د اصلي سرچیني له لینک یا کاپي سره). په دې کار سره موږ تاسې ته معاش یا پیسي نه شو درکولای، خو دا ډاډ درکوو چې ستاسې مرسته کولای شي د افغانستان پر ټولګیو باندې پراخه اغیزه ولري.

د دې لپاره چې د درخت دانش په کتابتون کې خپلې سرچینې اپلوډ کړئ، نو د مهرباني له مخې لومړئ ځانته خپل اکاونټ جوړ کړئ.

(CW4W Afghan) په افغانستان کې د ښځو او جنکیو لپاره د ښوونې او روزنې، لیک لوست او د کتابتونو د پراختیا د بیلا بیلو پروژو له لارې او د افغان همکارو موسسو سره د ګډ کار له لارې ملاتړ کوي. زموږ د داوطلبو موسسو کار، چې ډېر کم عملیاتي لګښتونه لري د دې زمینه یي برابره کړي ده تر څو په زرګونو جنکۍ او هلکان زموږ د کاري زده کړو د ښوونکو له لارې ښوونه تر لاسه کړي، د ښوونکو په معاشونو کې  زیاتوالی راولي، له کتابتونونو سره مرسته وکړي، د بالغو کسانو لپاره د لیک لوست پروګرامونه رامنځته کړي او داسې نور. دا یوازې د هغو مرستو څخه ممکن ده چې موږ يي په کاناډا او نورو ځایونو کې له عامه خلکو څخه تر لاسه کوو. موږ د دې خپلې پروژې او دا شان نورو پروژو لپاره هر راز مرستې ته هرکلی وایو. د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

·د افغانستان فنډ لپاره زموږ د کتابتونونو ملاتړ وکړئ

·د نجونو د ښوونی او روزنی په ویاړ د یو ما ښام د ډوډی خوړلو وعده

·هغه لارې زده کړئ کوم چې تاسې موږ سره پرې مرسته کولای شئ

·له خپل نږدې (CW4W Afghan) سره اړیکه ونیسئ