Darakht e Danesh Library

څرنګه له دې کتابتون څخه کار واخلو

څرنګه له دې کتابتون څخه کار واخلو 

د خپلو ټولګیو لپاره د درخت دانش له کتابتون څخه د ښوونیزو سرچینو موندل اسانه دی. په اسانۍ سره لاندې ګامونه پورته کړئ:

۱- اکاونټ جوړول: په همدې سره تاسې کولای شئ چې په وړیا توګه سره د کتابتون په سرچینو کې پلټنه وکړئ، خو له کارولو مخکې باید تاسې ځانته خپل اکاونټ جوړ کړئ. کله چې ستاسې نوم لیکنه ومنل شوه، نو به سملاسي یو برېښنالیک تر لاسه کړئ چې تاسو ته به له همدې سایټ څخه د کار اخیستو خبر درکړي.

۲- ننوتل: د دې کتابتون نورو پاڼو ته د ننوتلو لپاره باید تاسې خپل اکاونټ دننه کړئ. خپل هغه کارن نوم او پټ نوم کوم چې تاسې جوړ کړئ هغه دلته ورکړئ. که چیري تاسې خپل پټ نوم له یاده وتلی وي، نو کولای شئ پر د ننوتلو معلومات تر لاسه کړئ کلیک وکړئ، نو ستاسې برېښنالیک ته به د نوي پټ نوم د ورکولو لینک در وليږل شي.

۳- خپل کتاب وپلټئ: د خپلې پلټنې معیارونه وټاکئ، د بېلګې په توګه مضمون، د سند ډول او د ټولګئ کچه. کتابتون به بیا وروسته ستاسې د معیار سره سم خپل ټول کتابونه ستاسو لپاره ترتیب او تنظیم کړي.  

۴- د اسنادو ښکته کول: د دې لپاره چې کوم مواد خلاص کړو او هغه خپل کمپیوټر ته ولیږدوو، نو پر عنوان باندې یي کلیک وکړئ. وروسته به هغه سند په بله کړکۍ کې پرانیستل شی چې بیا کولای شئ هغه په خپل کمپیوټر کې ثبت کړئ. اسنادو په بیلابیلو بڼو   (فارمټ) کې وي. کېدای شي هغه د   (MS Word)  ،   (Rich Text Format)  ، (PDF)، (JPG) یا (HTML) په بڼه کې وي. که چیري تاسې د سند په ښکته کولو یا خلاصولو کې ستونزه درلوده نو بیا د مرستې لپاره د دلته کلیک وکړئ باندې ټک ورکړئ.

۵- سرچیني شریکي کړئ: د کتابتون د کولیکسیون د غني کولو لپاره، موږ تاسو هڅوو  تر څو خپلي خلاصي ښوونیزي سرچینې کتابتون ته ورپورته کړئ. د سند د پورته کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ. د درخت دانش د کتابتون د لا ودې لپاره بشپړ متن ولولئ.