Darakht e Danesh Library

ښوونه او روزنه په افغانستان کې

افغانستان په نړۍ کې د لیک لوست له اړخه په ښکتنۍ برخه کې قرار لري او د ښوونې او روزنې سکټور هم له بې شمیروMap ستونزو سره مخامخ دی، چې د هغه پر پرمختیايي موخو باندې یي په پراخه توګه سره اغیزه کړي ده.  د طالبانو د واکمنۍ په مهال د افغانستان په اکثرو خاوره کې  ښځو او جنکیو د یوه بشري حق په توګه لیک لوست ته د پنځو کلونو لپاره لاس رسی نه درلوده. دغه وضعیت د ښوونې او روزنې خراب چیري چې ډېر لږ د ښوونې او روزنې زیربینا موجوده وه لا پسې خراب کړ. چې له همدې کبله د کلونو کلونو جګړو نه وروسته د مسلکي ښوونکو او تعلیم یافته کسانو ډېره اړتیا لیدل کېده او  بی وزلې هم ښه پراخه وه. نن ورځ هم زیاتره دغه چلینجونه شته، خو بیا هم ډېر پرمختګونه شوي دي. زیات شمېر جنکۍ بیرته ښوونځیو ته ځي او دا شمیره ورځ په ورځ پسې لوړیږي. نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره کار کوي تر څو زیات ښوونځي جوړ کړي او د ښوونې او روزنې په نظام کې اصلاحات راولي، چې البته دا ټول سوکه سوکه خو په احتیاط سره مخته ځي. د اغیزمن میتریک سیستم باوجود، د پوهنې کیفیت لا تر اوسه پورې ستر چلینج پاته دی. په ښوونځیو کې د څښاک پاکې اوبه او لابراتوارونه نشته.  زیاتره زده کوونکي پرته له درسي کتابونو څخه درس وايي او زیاتره ښوونکي هغه کسان دي چې په ځینو هغو له بیروباره ډک ټولګیو کې چې د ورځې څو شیفټه زده کوونکي ورته راځي يوازې ښوونځی يي ویلی دی. په ځینو سیمو کې خو د جنکیو ښوونځي هېڅ نشته او نا امنیو د جنکیو د پوهنې په برخه کې پراخ منفي اغیز شیندلی دی. کاناډا، او د کاناډا عام خلک اوږد مهاله ژمنه کوي چې تر هغه به د افغانستان د پوهنې له سکټور سره مرسته کوي تر څو هغه بیرته په خپلو پښو ودریږي. دا د شخړې پر وړاندې یو له ډېرو ځواکمنو ممکنه ځوابونه څخه ده او یو له هغو سترو پانګه اچوونو څخه ده چې موږ يي کولای شو د افغانستان د ثبات، د سولې د راوستلو، پرمختګ او د بېوزلي د له منځه وړلو لپاره اغیزمن ګڼل کیږی .  

په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په اړه لنډ معلومات 

· باسواده ښځې: ۱۲،۶ سلنه بالغې ښځې باسواده دي

· د بالغو ښځو لپاره ښوونځي ته د تګ متوسط کلونه عبارت دي له : ۱،۷

· له ۱۵ څخه تر ۲۴ کلنو پورې ځوانانو کې  د لیک لوست کچه (له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې): نارینه ۴۹ سلنه او ښځینه ۱۸ سلنه

· متوسطه ښوونځیو ته د ورتګ نسبت ( له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې) خالص: نارینه ۱۸ او ښځینه ۰

· له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۳ کلنۍ پورې د هیواد په  کچه ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ کچه: ۳۷ سلنه

· د لومړنئ زده کړي د بشپړېدا عمومي کچه: د اټکل له مخې ۴۵ سلنه؛ ۵۶ سلنه هلکان او ۳۰ سلنه جنکۍ

· ثبت شوي ښوونځي: ۸۳۰۰  او ۲۷۰ ګرځنده ښوونځي.

· د کاریدونکو ښوونځیو ودانۍ: ۲۲۰۰

· له ۲۰۰۰ کال را هیسي رغول شوي ښوونځي: ۲۰۰۰

· په ۲۰۰۸ کال کې، د ښوونځیو په اړه ۲۵۶ د سرغړونې رپوټونه وو چې د هغو له کبله یي ۵۸ کسان وژل شوي وو

· په ۲۰۰۷ کال کې، ۲۳۶ پېښې رامنڅ ته  شوي وي

 ·   ۴۶۷ ښوونځي د امنیتي دلایلو له کبله وتړل شول

· ټولټال ښوونکي: ۱۳۳۰۰۰

 ·   ۲۳ سلنه ښوونکي څوارلسم پاس دي

 ·   ۷۵ سلنه ښوونکو یوازې ۱۲ ټولګۍ ویلی دی

لاندني لینکونه په تر جمه کی دی ولیدل شی په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په اړه د پوهېدو لپاره ډېر وړاندیز شوي لینکونه دي او هلته د زده کړې لپاره د لاسرسي د ملاتړ په خاطر تاسې څه کولای شئ.

کاناډايي موسسې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ملاتړ کوي

· د افغانستان د ښځو لپاره کاناډايي ښځې

· د اغاخان بنیاد

· د کاناډا د نړیوالو زده کړو بنیاد

· د پوهنې نسل

او داسې نور

· د افغانستان د ښوونځیو پروژه

د افغانستان په ښوونه او روزنه کې افغاني موسسې

· د افغانستان د پوهنې وزارت

· د افغانستان د زده کړې انستیتوت

· د افغان ښځو د سرچینو مرکز

· د افغان ماشوم د زده کړې او پاملرنې موسسه

· د افغان ښځو ښوونیز مرکز

· نور ښوونیز مرکز

· پارسا

· د بیات بنیاد

· فیروزکوه بنیاد

· د ښځوو د حقونو لپاره نړیوال یووالی

د پالیسي اسناد

· د افغانستان ملي پرمختیايي تګلاره   (ANDS)

· د افغانستان د ښوونې او روزنې ملي تګلاره

· د افغانستان اجماع

په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په اړه رپوټونه او معلومات

· افغانستان د لاسرسي او تساوي پر لور د ښوونې او روزنې پر سړک باندې

· ښوونه او روزنه د بشري امنیت لپاره د یوې وسیلي په توګه

· ښوونه او روزنه او سیاستونه په افغانستان کې

· د اجباري زده کړې په اړه د افغانستان رپوټ – ۲۰۰۴

· بنسټیزه پاملرنه او د جنکیو ښوونه او روزنه:  لس کلنه کتنه

· د پاملرنې نړیوالي خپرونې: ( افغانستان او ښوونه او روزنه)

· د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد

· بنسټیزه سروي: په افغانستان کې د جنکیو ښوونه او روزنه

د ښوونکو لپاره نور پر لیکه لوازم

· د لوست نړیواله ټولنه

· د ځوانو خلکو لپاره نړیوال کتابونه

· د کتابتونونو نړیواله ټولنه

· د ښوونې او روزنې د ماډل د شبیه جوړولو نړیواله شبکه

· د نړۍ لینکونه

د نړۍ لینکونه په مخ پر وده هیوادونو کې ښوونکو او ماشومانو ته دا ور زده کوي تر څو د ښوونې او روزنې او استخدام فرصتونه رامنځته کړي.

· د ښوونکو وړیا لوازم

· د ښځو د حقونو لپاره نړیوال یووالی (په افغانستان کې د ښځو پروګرام)