د درخت دانش کتابتون
د درخت دانش کتابتون
د درخت دانش کتابتون څه شی ده؟
درخت دانش په فارسي ژبه ده چې پښتو ژباړه یي ده (د پوهې ونه). د ښوونکو لپاره د درخت دانش پرلیکه کتابتون د ښوونکو، د ښوونکو د رزونکو، د ښوونځي د مدیرانو، د لیک لوست د کارکوونکو او نورو هغو کسانو لپاره چې د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي د هغوۍ لپاره د ازادو ښوونیزو سرچینو سرچینه ده. په دغه سرچینه کې درسي پلانونه، د پیداګوژي وسایل، تمرینونه، ازمایښتونه، د لوست کتابونه، کاري کتابونه، نصاب او نور هغه مواد شته کوم چې د افغانستان په ټولګیو کې لوستل کېږي.
دغه مواد د هغو کسانو له خوا چې ځانونه يي ثبت کړي وي په وړیا توګه سره ورکول کیدای شي. موږ د دې کتابتون کاروونکي هڅوو تر څو خپل مواد دغه کتابتون ته ورپورته کړي او د افغانستان د ښوونکو د ګټې په خاطر دغه کتابتون ته پراختیا ورکړي. په بنسټیزه توګه د (OER) خوځښت د موادو شریکول دي: د مهرباني له مخې د کتابتون مواد وکاروئ او همداشان خپل مواد مو هم ور پورته کړئ. کتابتون ته د خپلو اسنادو ور پورته کول ډېر اسانه دی. که چیري تاسې خپل اسناد ور پورته کوئ نو له موږ سره اړیکه ونیسئ. زموږ موخه هم دا ده چې د روزونکو لپاره ګټوري سرچينې په یوه واحد موقعیت کې سره د اسانه لاسرسي او پراخې کارونې لپاره را ټول کړو.
د درخت دانش کتابتون څرنګه کاریدلای شي؟
هر هغه څوک چې انټرنېټ ته لاسرسی لري کولای شي چې دغه مواد ښکته (ډاونلوډ) کړي. د ښوونکو روزنکي کولای شي چې له دې سایټ څخه مواد ښکته او بیا يي په چاپي ډول سره په دارالمعلمینونو کې ووېشي. ښوونکي کولای شي چې دغه کولیکسون وپلټي او بیا یي د خپلو ټولګیو او یا هم خپل مسلکي پرمختګ لپاره اړین مواد چاپ کړي. دغه سرچیني په ازاده توګه سره کاپي او وېشل کیدلای شي.
پرلیکه (انلاین) کتابتون ته څه اړتیا ده؟
د ښوونې او روزنې نظام په افغانستان کې د بیا را ژوندي کیدو پړاو تجربه کوي. چې په میلیونونو هلکان او جنکۍ بیرته ښوونځیو ته ځي، نوي دارالمعلمینونه پرانیستل کېږي او ښوونيز نصاب کې هم اصلاحات راوستل شوي دي، خو بیا هم له ۲۰۰۱ کال څخه را پدیخوا زیات شمېر چلینجونه لا پاتي دي. د افغانستان لپاره د ښوونې او روزنې ملي تګلاره د لا زیاتو بدلونونو غوښتنه کوي. تر اوسه پوري چې کوم چلینجونه شته هغه ډېر ستر ستر دي. دیرش کلنه جګړه او روان کیچن حالت ښوونکي او د جنکیو ښوونه او روزنه د برید لپاره په نښه کړي دي، چې په دا شان حالت کې تدریس کول هم یو ستونزمن کار ګرځیدلی دی. افغان ښوونکي د تدریسي موادو له سخت شتون سره مخامخ دي. زیاتره ښوونځي کتابتونونه او لابراتوارونه نه لري، زیاتره زده کوونکي پرته له درسي کتابونو څخه ښوونځیو ته ځي او ښوونکو ته هم ډېر کم مواد په اختیار کې ورکړل شوي دي تر څو خپل ښوونیز نصاب پرې وپوښوي. زیاتره په داخل د خدمت کې افغان ښوونکي کوم رسمي د ښوونکو روزنه نه لري او هان زیاترو خو یي دولسم ټولګۍ هم نه دی ویلی. په ځانګړي توګه دا به ډېره ستونزمنه وي چې د دري او پښتو ژبو ښوونکو لپاره کیفي سرچیني ومومو. هان که چیري داسې سرچیني وموندل هم شي، خو کتابونه ډېر ګرانه دي او ښوونکي د دې وس نه لري چې هغه وپیري. د درخت دانش د کتابتون موخه همدا ده چې د افغان زده کوونکو لپاره کیفي کتابونو ته د هغوۍ د لاسرسي زمینه برابره شي، هغوۍ وهڅوول شي تر څو په خپلو تمرینونو کې په پراخه اندازه سرچیني وکاروي تر څو د همدغو سرچینو په مټ خپلې نظریي او تجربي شریکي او زده کوونکو ته یي ورسوي. موږ باور لرو چې د کتابونو ډیجیټل کول به له ښوونکو سره مرسته وکړي تر څو هغوۍ په خپل خپلواکه توګه خپله پوهه لاپسې بډایه کړي.
